طالبانو د بېلابېلو جرمونو په تور څو کسانو ته سزا ورکړې

طالبان

د طالبانو د حکومت سترې محکمې وویل چې پرون د کابل په ابتداییه محکمه کې اووه تنه د غلا او د شرابو د پلورلو او څښلو په تور هر یو په ۳۵ درو محکوم شول.


دا له کله چې د تېر کال د اګست په ۱۵ مه طالبان واک ته رسېدلي دي، لومړی ځل دی چې په جرم تورنو کسانو ته دا ډول سزا ورکول کېږي.

طالبانو له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې دا ډول سزاوې عملې کولې.

سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تورنو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او د محکمې له پرېکړې وروسته سزا ورکړل شوه.