نورستان کې سېلابونو مالي زیانونه اړولي

آرشیف

د لوېديځ نورستان په دواب ولسوالۍ کې زیاتو بارانونو او سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي.

د نورستان د اطلاعاتو او کلتور سرپرست رئيس مولوي سمیع الحق حقبیان د چهار شنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، چې تېره شپه د لوېديځ نورستان د دواب ولسوالۍ په مرکز او شاوخوا درو کې د سختو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي او خلکو ته يې مالي زیانونه اړولې دي.

هغه زیاته کړه: "د نورستان دواب ولسوالۍ اړوند و سېمو کې بېګاه شپه ۹ بجې سېلابونه راوتلي. په جونیا دره، کولم دره، بجګل او کورګل ساحو کې د خلکو په سلګونو جریبه ځمکه تخریب شوې ١٠ غوا ګانې مړې شوي، پنځه ژرندې او پنځه پلونه هم ویجاړ شوي. د دواب ولسوالۍ بازار کې ۲۵ دکانونه هم زیانمن شوي."

هغه وویل، په زیاتو سېمو کې ټېلېفوني شبکې کار نه کوي نو ځکه له یادو سیمو ورته د سېلاب د زیانو په اړه ورته معلومات نه دي رسېدلي.

حقبیان له مرستندویه موسسو او اړوندو حکومتي ادارو څخه سېلاب ځپلو کورنیو ته د مرستو رسولو غوښتنه وکړه.

نورستان د هېواد په ختیځ کې هغه غرنی ولایت دی، چې هرکال په کې د بارانونو اورښت له امله سېلابونه راوځي او خلکو ته د ځاني او مالي زیانونو رسولو سبب کېږي.