ملګري ملتونه: د اوکرایني کډوالو شمېر تر ۵ میلیون واوښت

رومانيا ته تلونکي اوکرايني کډوال

د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو اداره وایي، پر اوکراین د روسیي ځواکونو د برید له پیله تر اوسه د اوکرایني کډوالو شمېر تر پنځه میلیونه واوښت.

دا له نړیوالې دوهمې جګړې وروسته په اروپا کې تر بل هر وخت ډېر کسان دي چې کډوال کېږي.

د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو ادارې( یو این ایچ سي ار) نن خبر ورکړ چې څه باندې پنځه میلیونه او څلور دېرش زره اوکرانیان د فبروري له څلرویشتمې راپدېخوا خوا له خپل هېواده وتلي دي.

د ملګرو ملتو په وینا د اوکراین په داخل کې بیا نژدې اووه اعشاریه یو میلیون کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.