نورستان کې د دوو جلا پېښو پر مهال اته تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان په نقشه کې د نورستان ولايت موقعيت

په نورستان کې چارواکي وايي، تېره ورځ د وانت وایګل ولسوالۍ د بر وایګل کلي کې دوه کورنۍ چې دښمني يې درلوده يو پر بل بریدونه کړې چې پکې له دواړو خواو دري تنه وژل شوي دي.

د نورستان ولایت مطبوعاتې مسول سیف الدین لټون ازادۍ راډیو ته وویل:

«دا یوه شخصې دښمنې ده چې له دواړو خواو پکې دري تنه وژل شوي دي.لومړی د یوې کورنۍ غړی چې پخوا يي ورور وژل شوی و، د هغه د قتل پر تور يي د مقابلې کورنۍ پر یوتن برید کړی او هغه يي وژلی، کله چې د وژل شوي تن کورنۍ خبریږي هغوی راځي برید کوونکی او بل ورور يي وژنې. دا دواړه پېښې پرون شوې. سېمې ته امنیتي مسولین رسیدلي او عاملین تر تعقیب لاندې دي.»

لټون وايي، تېره ورځ بیا واما ولسوالۍ کې د پولیسو یو رنجر موټر د ارچڼو پل څخه سیند ته غورځېدلی او پکې پنځه کسان ټپیان شوي.

هغه وايي، پېښه د سرک خرابوالي له امله رامنځ ته شوې ده.