کابل کې د يوې چاودنې له امله يو کس ژوبل شوی

د افغانستان په عمومي نقشه کې د کابل ولايت موقعيت

د طالبانو د حکومت د کابل ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ ازادي راډيو ته وويل، نن له غرمې وروسته ۱۲:۱۲ پره يوه شخصي موټر د چسپکې ماين چاودنه شوې چې پکې يو کس ژوبل شوی دی.

د ځدارن په وينا د چسپکې ماين دا چاودنه، د کابل ولايت د قوای مرکز سيمې ته نزدې کندهاري مارکېټ سره شوې.
د يادې چاودنې مسؤليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخيستی.

دا چاودنه داسې مهال کېږي چې پرون د کابل ولايت دشت برچي سيمه کې پر يوه ښوونځي درې چاودنې وشوې چې پکې لږ تر لږه شپږ کسان ووژل شول او ۲۵ نور ژوبل شول.