د عبدالرحيم شهيد پر ښوونځي بريد په نړيواله کچه وغندل شو

ارشيف

نړیوالو د کابل په لویدیځ کې د دشت برچي په سیمه کې د عبدالرحیم شهید پر ښوونځي پرونۍ چاودنې غندلې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوي( یوناما)، د سره صلب نړیوالې کمېټې، د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ( اوچا)، د بخښنې د نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د برخې کمپاینرې سمیرا حمیدي، یو شمېر افغان سیاستوالو لکه پخواني ولسمشر حامد کرزی، عبداله عبداله، همداراز د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې دا چاودنې په سختو ټکیو غندلي دي.

جرمني اژانس د کابل د پولیسو د ویاند خلیل ځدراڼ په وینا وایي چې په دې برید کې نهه تنه وژل شوي او نولس ټپیان شوې دي، خو یوشمیر نا تایید شوي راپورونه د قربانیانو شمېر پنځه ویشت یادوي.

د دې چاودنو مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.