جو بايډن د اوکراين په اړه له خپلو متحدانو سره غږېدلی

د امريکا ولسمشر جو بايډن

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر جو بایډن له خپلو متحدانو سره د اوکراین په اړه خبرې وکړې.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې د دې خبرو په ترڅ کې دا مساله وڅېړل شوه چې څرنګه له اوکراین سره په اقتصادي او بشري برخو کې مرستې کولی شو.

اغلې ساکي زیاته کړه چې پر دې هم ولسمشر له نورو مشرانو سره وغږېده چې د اوکراین د جګړې له امله په څه ډول له روسیې سره حساب کتاب کېدلی شي.