د سره صلیب نړیواله کمېټه: د افغانستان نیمايي وګړي کافي خواړه نه لري

ارشیف: په کابل کې د نانوایي مخته وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې استازی وايي، د افغانستان نیمايي وګړي کافي خواړه نه لري.

ایلوی فیلیون نن د خپل ټویټر په حساب کې لیکلي، خلک په داسې حال کې د خوړو خوندیتوب نه لري، چې د خوراکي موادو بیې په وروستیو میاشتو کې لوړې شوي دي.

هغه ویلي، لا هم اړتیا ده چې نړیواله ټولنه د افغانستان لپاره ډېر کارونه وکړي.