افغانستان بانک په بهرنیو لېږدونو کې اسانتیاوې رامنځته کړي

د افغانستان بانک

د افغانستان بانک وايي د سوداګرو او پانګوالو په بهرنیو لېږدونو کې یې ځینې اسانتیاوې رامنځته کړي دي.

دغه بانک وايي، له دې سره به په افغانستان کې د خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې هم ټیټې شي.

د افغانستان بانک ویاند صابر مومند په هغه صوتي پیغام کې چې نن یې ازادۍ راډیو ته رالېږلی ویلي، له دې سره به د سوداګرو او پانګوالو ګڼې ستونزې حل شي.

خلک شکایت لري که څه هم د امریکایي ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت یو څه لوړ شوی، خو د ضروري موادو بیې لا هم ټیټې شوې نه دي.