په بغلان کې د فوټبال لوبڅارنې کورس پاى ته ورسېد

په بغلان کې د فوټبال لوبڅارانو د ورکشاپ انځور

په بغلان ولایت کې د فوټبال لوبڅارۍ مقدماتي کورس پای ته ورسېد.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د خپرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د فوټبال لوبڅارۍ دا کورس چې پنځه ورځې وړاندې د لوبڅارانو د ظرفیت لوړولو لپاره جوړ شوی وو، نن پای ته ورسېده.

په دې کورس کې له بغلان ولایت څخه ۲۴ لوبڅارانو ګډون کړی وو او په دوو – عملي او نظري برخو کې یې زده کړې وکړې.

یاد لوبڅاران به له یوې ازموینې وروسته سندونه ترلاسه او د افغانستان په شمال کې به د فوټبال په لوبو کې لوبڅاري کوي.