د طالبانو د سوداګرۍ وزارت: په بېلابېلو توليدي برخو کې پانګونه کېږي

ارشيف: افغان توليدي توکي

ارشيف: افغان توليدي توکي

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري ازادۍ راډیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي شوي چې، د هیمپروم په نوم د یوه څو ميليتي شرکت استازي د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې په دې اړه خبرې کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلومات پر بنسټ، یاد شرکت چې له جرمني، روسیې او چینايي پانګوالو جوړ دی، استازو یې د سوداګری له وزیر سره په لیدنه کې ویلي، چمتو دي چې د خځلو د پروسس، کیمیاوي سری، تیلو، ګازو او بریښنا د تولید په برخو کې پانګونه وکړي.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر یاد شرکت ته هرکلی ویلی او د همکارۍ ژمنه یې ورسره کړې.

دا په داسی حال کې ده چې له سياسي بدلونونو وروسته څو بهرنیو شرکتونو په افغانستان کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې.