چين د افغانستان د جلغوزيو د پروسس برخه کې پانګونه کوي

ارشيف:

يو چینايي شرکت غواړي جلغوزي په افغانستان کې پروسس او په مستقیم ډول یې چین ته صادر کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د امین زونګ په نوم د یوه چینايي شرکت رییس د یادې خونې له غړو سره په لیدنه کې ویلي چې، یاد شرکت چمتو دی ترڅو د جلغوزو د پروسس او له افغانستانه بهر ته د صادرولو په برخه کې یې پانګونه وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلومات پر بنسټ، پخوا به د افغانستان یو اندازه جلغوزي پاکستان ته صادریدل او امین زونګ شرکت به بیا یاد جغلوزي په پاکستان کې له پروسس وروسته چین ته صادرول.

خو اوس یاد شرکت غواړي چې په دې برخه کې په افغانستان کې پانګونه وکړي او په افغانستان کې پروسس شوي جلغوزي په مستقیم ډول چین ته صادر کړي.

مخکې په دې تړاو سوداګرو هم نیوکې کړې وې ویلي یې وه، چې پاکستان د افغانستان محصولات په خپل نوم نورو هیوادونو ته صادروي، چې د جلغوزو او غالیو یادونه په کې شوې وه.