زلنسکي: روسيې د اوکراين پر ختيځو سيمو عمليات پيل کړي

ارشيف: د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي وایي، پر ختیځې دونباس سیمې د روسیې د لویې کچې هغه عملیات پيل شوي چې له اوږدې مودې راهیسې چمتوالی ورته نیول شوی و.

زلنسکي پرون پر خپل ټلګرام چینل وویل، ګڼ شمېر روسي ځواکونه اوس دغو عملیاتو سره یوځای شوي دي.

اوکرایني چارواکي وایي، روسي پوځیان په دغو عملیاتو کې ډېر تمرکز په خارکیف او دونیتڅک ښارونو کوي.