په خوست کې د یو خصوصي خیریه بنسټ لخوا د تېرې يکشنبې په ورځ د موسی خېلو ولسوالۍ د ګبر سیمې پر لسګونو بې وزلو او غریبو کورنیو باندې د خوراکي توکو د مرستو بستې وویشلې.
د حق په نوم د خیربنسټ مسوولان وايي، دوی دا ځل ۳۲۴ کورنیو ته مرستې ورکړې، چې هرې کورنۍ لپاره د یوې بستې بیه ۱۱۵۰۰ افغانۍ وه او په دې بستو کې اوړه، غوړي، وریجې او لوبیا په کې وه.
د حق خیریه ټولنې مشر عثمان غني وویل، د مستحقینو په انتخاب کې یې له ډېر دقته کار اخیستی دی.
نوموړي زیاتوي: "نن زموږ سره ۳۲۴ کورنۍ دي، چې د یو ټیم لخوا يې په کلیو او بانډو کې سروې شوې ده، چې هرې کورنۍ ته په هره بسته کې د ۱۱۵۰۰ افغانیو په لګښت مواد دي، جمله ۳۶لکه ۸ زره افغانۍ ورباندې لګښت شوی. "
عثمان غني وايي، یوه اونۍ مخکې يې هم یوسلو پنځوسو کورنیو ته د مرستو بستې وویشلې، چې د هرې بستې لګښت ۶۶۵۰ افغانۍ کېدې او ټول ورباندې یو میلیون افغانۍ لګښت شوی وو.
دا په داسې حال چې د یکشنبې په ورځ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان په خپله ټویټرپاڼه ولیکل، په افغانستان کې يې د مرستو رسولو لپاره ۵۵ ځایونه په ګوته کړي دي.
دې سازمان زیاته کړې، د افغانستان له نیمايي نفوس زیات یې بشري مرستو ته اړتیا لري او بشري مرستې د میلیونونه انسانانو د ژوندي پاتې کېدو یوه لار ده.