د غزني پوهنتون فارغ شوي محصلان کاري فرصتونه غواړي

په غزني کې د محصلانو فراغت غونډې انځور

په غزني کې د دولتي پوهنتون له بېلابېلو پوهنځيو څخه تېره ورځ تر شپږ سوه زيات محصلان فارغ شول.

دوی وايي، په حکومت کې اداري کارونه باید لوستو او تحصیل یافته ځوانانو ته ورکړل شي څو دغه کارونه په ښه توګه پر مخ یوسي.

د غزني اندړو ولسوالۍ وحیدالله عزیزي ازادۍ راډیو ته وویل: "په خپله څانګه کې به خپل هېواد او خلکو ته کار کوو خو له چارواکو غوښتنه کوو چې محصلینو او هغه کسانو ته چې له پوهنتونو فارغېږي ورته د کار زمینه برابره کړي، څو دغه قدري محصلین بهرنیو هېوادونو ته په قاچاقي لارو لاړ نه شي."

غزني پوهنتون په ۱۳۸۷هـ ش کال کې تاسیس شو چې په لومړي سر کې یې د کرنې او ښوونې روزنې پوهنځي درلودل خو اوس ښوونه او روزنه، کرنه، اقتصاد، شرعيات او ادبياتو پوهنځيو تر څنګ شپني پروګرامونه هم لري.

په دغه پوهنتون کې په لومړی سر کې شپږ تنه استادانو محصلینو ته درس ورکاوو، خو اوس دغه پوهتون یوسل لس ته استادان لري، د هغه وخت استادان یې لیسانس خو اوس د دغه استادانو څه برخه یې د ماسټرۍ تر کچې تحصيلات لري.

دغه پوهنتون په لومړۍ دوره کې یواځې ۹۳ تنه فارغان درلودل خو اوس یې د فارغانو شمېر سوونو کسانو اته رسېږي.