پاپ فرانسیس: د سولې ټينګښت لپاره کار د ټولو دنده او مسووليت دى

پاپ فرانسیس په ايټاليا کې د وينا پر مهال

د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر وايي، د سولې د ټینګښت لپاره کار د ټولو ګډه دنده او مسوولیت دی.

پاپ فرانسیس دا خبره پرون د ایټالیا د سنټ پیټرز په میدان کې د «سپېڅلي اختر» په مناسبت په خپله وینا کې وکړه.

هغه په اوکراین کې روانه جګړه بې مفهومه وبلله.

هغه وویل: "لطفاً راشئ له جګړې سره ځانونه عادت نه کړو. ځان ژمن وګڼو چې د سولې لپاره خپل غږ اوچت کړو. راځئ له بالکنونو او سړکونو د سولې ناره ووهو."

پاپ فرانسیس په افغانستان، لبنان، سوریه، یمن، عراق، لیبیا، میانمار او د افریقا په ځینو برخو کې د جګړو له کبله د بې پایه کړاو یادونه هم وکړه.