د بريتانيا صدراعظم هند ته ځي

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن

ټاکل شوې د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن نوې ډیلي ته د خپل سفر پر مهال له خپل هندي ساري، نریندرا مودي سره د تجارتي او امنیتي مسایلو په باب خبرې وکړي.

هند په اوکراین کې د روسیې د جګړې په اړه بېطرفانه دریځ غوره کړی دی.

جانسن هند ته د خپل لومړي سفر په درشل کې پرون یکشنبه وویل، په داسې حال کې چې د دوی سوله او هوساینه د مستبدو دولتونو له خوا له ګواښ سره مخامخ دي، دا ډېره مهمه ده چې ډیموکراسي او دوستان د یو بل تر څنګ وي.

تمه کېږي د بریتانیا صدراعظم د پنجشنبې او جمعې په ورځو د هند په سفر لاړ شي.