د اوکراين جګړه؛ زيلينسکي مکرون ته د کييف د سفر بلنه ورکړې

له جګړې وروسته د اوکراین د يوې سيمې انځور

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي وايي، د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ته یې بلنه ورکړې چې اوکراین ته سفر وکړي او د روسي ځواکونو له خوا د "نسل وژنې" شواهد وګوري.

مکرون د دې اصطلاح له کارولو ډډه کړې.

له سي اين اين سره په مرکه کې، چې پرون د اپریل 17 خپره شوه، زیلینسکي وویل چې هغه په دې اړه له مکرون سره خبرې کړې دي.

ولسمشر زیلینسکي زیاته کړه، په دې باور دی چې د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن هم باید اوکراین ته سفر وکړي.

خو سپینې ماڼۍ ویلي دي چې د امریکا د ولسمشر د دغه احتمالي خطرناکه سفر لپاره سمدستي پلان نه شته.