د ځینو راپورونو په اساس طالبان د پولیسو د یوه پخواني لوړپوړي افسر په وژلو تورن شوي.
د جمهوري نظام پر مهال دکورنیو چارو پخواني وزیر مسعود اندرابي په خپل ټوېټر باندې طالبان تورن کړي چې ډګروال قسیم قایم یې شکنجه کړی او وژلی یې دی.
هغه لیکلي چې: "ډګروال قسیم قایم د طالبانو د بخښنې په فرمان دوکه شوی و او دندې ته په ستنېدو د طالبانو له خوا نیول شوی او د هغوی د شکنجې په خاطر یې ساه ورکړې."
ځینو رسنیو له هغې ډلې هشت صبح هم د قسیم قایم د کورنۍ په حواله ادعا کړې چې دندې ته په ستنېدو سره ډګروال قایم د طالبانو له خوا بندي شوی و او څو ورځې وروسته یې مړی دوی ته ورسپارل شوی.
د طالبانو حکومت تر اوسه د دغو تورونو په تړاو څه نه دي ویلي.
طالبانو که څه هم د پخوانیو افغان ځواکونو وژل او شکنجه رد کړې خو ملګرو ملتونو څو میاشتې دمخه د څه باندې سلو او نیویارک ټایمز تېره اوونۍ د څه باندې پنځه سوه افغان ځواکونو د وژنې او تري تم کولو پړه په طالبانو واچوله.