د طالبانو دفاع وزارت د پاکستان بمبارۍ ناانساني او ظالمانه عمل وباله

د پاکستان الوتکو په بمبارۍ کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د طالبانو دفاع وزارت وايي، پر خوست او کونړ د پاکستان پرونۍ بمبارۍ «غیرانساني» او «ظالمانه» عمل و.

د دغه وزارت ویاند عنایت اله خوارزمي نن رسنیو ته په لېږلي غږیز پیغام کې وویل، د دوی وزارت دا حملې غندي او د ده په وینا هېڅ هېواد باید دوی مقابل اقدام ته مجبور نه کړي.

افغان چارواکو د شنبې په ورځ ادعا وکړه، چې د پاکستان جېټ الوتکې د خوست او کونړ پر ځینو برخو حملې کړې دي.

په دغو پېښو کې د مرګ ژوبلې په اړه ضد و نقیض راپورونه ورکړل شوي دي.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له حکومته غوښتنه وکړه، چې د سرحدي سیمو امن خوندي کړي.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې دغه راز ادعا وکړه، چې ممنوعه تروریستي ډلې له دې جملې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې په استفاده د پاکستان پر امنیتي پوستو خپلو حملو ته دوام ورکوي.