شپږ مياشتنی ماموريت؛ درې چينايي ستور مزلي بېرته ځمکې ته ستانه شول

ارشيف: چينايي ستور مزلي

درې چینايي ستورمزلي، د خپل هېواد په مداري فضايي تمځي کې د شپږو میاشتو له تېرولو وروسته بېرته ځمکې ته ستانه شول.

دا د چین لپاره چې فضايي پروګرام یې د پراخېدو په حال کې دی، تر ټولو اوږدمهاله ماموریت ګڼل کېږي.

د دولتي ټلویزیون د راپور له مخې، د شینژو ۱۳ په نوم دغه فضايي کپسول د منګولیا په ګوبي نومي دښته کې کښته شول.

چین پر خپل فضايي پروګرام چې د پوځ په ولکه کې دی، په ملیاردونو ډالره لګولي او هیله من دی، چې بالاخره وتوانېږي انسانان سپوږمۍ ته ولېږي.