اسرائيلي پوليس د الاقصی جومات انګړ ته ننوتل

ارشيف: د اسرائيلي پوليسو انځور

د اسرائیل پولیس د امنیتي ځواکونو او فلسطینیانو ترمنځ تر شخړو وروسته د بیت المقدس د سپېڅلي حساس ځای، الاقصی جومات انګړ ته ننوتل.

په دغو دوه ورځنیو شخړو کې په لسګونو کسان ټپیان شوي دي.

د اسرائیل پولیس نن سهار له جوماته بهر له خپلې لارې فلسطینیان لیرې کړل، په داسې حال کې چې په لسګونه فلسطینیان هلته دننه وو، د جومات انګړ ته ننوتل.

نن له جوماته بهر د اسرائیلي پولیسو او فلسطینیانو ترمنځ شخړه هم شوې چې د فلسطین روغتیايي کارکوونکي وايي ۱۰ کسان ټپیان شوي دي.

له تېرې جمعې راهيسې په شخړو کې ۳ اسرائیلي پولیس ژوبل او تر ۱۵۰ زیات فلسطینیان ټپیان شوي دي.