ملګري ملتونه: تر نيمايي زيات افغانان د ژوند - ژغورنې مرستو ته اړتيا لري

ارشيف: د ملګرو ملتونو لويې کمشېنرۍ لخوا افغانستان کې د مرستې يو انځور

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمشنري (UNHCR) وايي، د افغانستان تر نیمايي زیات وګړي د ژوند ژغورنې مرستو ته اړتیا لري.

د دغه سازمان مرکزي دفتر تېره شپه په خپل ټویټر کې لیکلي، چې د ملیونونو کسانو د ژغورنې لپاره بشري مرستې حیاتي اهمیت لري.

دغه سازمان لیکلي، اوس د دې وخت راغلی، چې د افغانانو تر څنګ ټول ودرېږي.