د يمن حوثي ياغيانو د امريکا لخوا پر جوړه شوې ضربتي ډله انتقاد وکړ

ارشيف: يمن

د یمن حوثي یاغیانو د امریکا د متحدو ایالتونو په رهبرۍ د یوې ځانګړې ضربتي ډلې پر جوړېډو انتقاد وکړ.

دغه ځانګړې ضربتي ډله په سره سمندرګي کې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي یاغیانو تر یو لړ حملو وروسته جوړه شوه، چې د اوبو د دغه مهم نړیوال مسیر په اوږدو کې به ګزمې کوي.

په یمن کې د حوثي یاغیانو ویاند محمد عبدالسلام وویل، چې په سمندرګي کې د امریکا تازه حرکت د واشنګټن له هغې ادعا سره په ټکر کې دی، چې ملګرو ملتونو په منځګړیتوب یې د اوربند ملاتړ اعلان کړی و.

عبدالسلام په ټلګرام کې ادعا کړې، چې دغه ضربتي ډله «یرغل او د یمن محاصره» ثابتوي.

په یمن کې جګړه په ۲۰۱۴م کال کې هغه وخت پیل شوه، چې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي یاغیانو د دغه هېواد پلازمېنه صنعا ونیوله.