يوناما افغانستان کې د ملکيانو پر مرګ ژوبلې اندېښنه وښوده

ارشيف

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکیانو د مرګ ژوبلې پر راپورونو اندېښنه وښوده.

دغه سازمان تېره شپه په خپل ټویټر کې لیکلي، دغه مرګ ژوبله په خوست او کونړ کې د هوايي حملو له کبله خلکو ته اوښتې ده.

یوناما لیکلي، چې ملکیان باید هېڅکله په نښه نه شي.

راپورونه وايي د پاکستان جټ الوتکو د شنبې سهار وختي په کونړ او خوست کې پر ځینو سیمو بمباري کړې ده او تر ۴۵ زیات کسان یې وژلي دي.