په ارزګان کې د ترکیې یوه خیریه بنسټه له جګړه ځپلو خلکو سره مرسته وکړه.
دا مرستې د ای اچ اچ په نوم یوه ترکي بنسټ له څلورو سوو هغو کسانو سره په مرکز ترینکوټ کې وکړې چې د تېرو جګړو پر مهال زیانمن شوي.
د دغه خیریه بنسټ چارواکو رسنیو ته ویلي چې په مرستو کې یې اوړه، وریجې او غوړي شامل دي.