روسیې د اروپايي ټولنې يو شمېر کارکوونکي ايستلي

د اروپايي ټولنې بيرغ

روسیې د یوه ځوابي اقدام په ترڅ کې د اروپايي ټولنې د پلاوي ۱۸ کارکوونکي له دې هېواده ایستلي دي.

د روسیې د بهرنیوچارو وزارت پرون په یو اعلامیه کې وویل چې مسکو دا اقدام له بروکسل څخه د ۱۹ روسي وګړو د ایستلو په ځواب کې کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په مسکو کې د اروپايي ټولنې سفیر مارکوس ادېرر یې احضار کړی او له خپل ځوابي اقدام څخه یې خبر کړی دی.

پر اوکراین د روسیې له پوځي یرغل وروسته لویدیځو هېوادونو لسګونه روسي ډيپلوماتان اېستلي او روسیې هم د ټولو پر وړاندې د ځوابي اقدام ژمنه کړې.