د روسي تېلو صادراتو او قرادادونو بيو کې کموالى راغلى

آرشیف

د رسمي ارقامو له مخې اروپا ته د روسیې د تېلو په صادراتو او د دې هېواد د تېلو د قراردادونو په بیو کې په تېرو پنځو میاشتو کې کموالی راغلی.

د روسیې د ګازپروم لوی شرکت پرون اعلان وکړ چې د نومبر له لومړۍ نېټې، د اپرېل تر پنځلسمې نېټې پورې اروپا او ترکیې ته د روسیې د تېلو په صادراتو کې د تېرکال د همدې مودې پرتله په سلو کې ۲۶،۴ کموالی راغلی.

پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته اروپايي ټولنې ویلي دي چې اروپا غواړي د روسیې پر ګاز له دریو دوه برخې اتکا راکمه کړي، خو جرمني بیا د روسیې د ګاز د صادراتو له بشپړ تحریم سره مخالفت کړی دی.