د روسيې دفاع وزارت: پر کيف ښار حملې ډېروو

ارشيف: روسي پوځيان

د روسیې دفاع وزارت نن جمعه خبرداری ورکړ، چې د اوکراین پر پلازمېنه کییف به خپلې حملې سختې کړي.

وزارت تر دې مخکې اوکراین تورن کړی و، چې د روسیې پر سرحدي ښارګوټو حملې کوي.

دا بیان داسې مهال ورکول کېږي چې پرون د روسیې یوه جنګي کښتۍ په تور سمندرګي کې ډوبه شوه او دا د روسیې لپاره یوه سمبولیکه ماتې ګڼل کېږي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلینسکي د روسیې د یرغل په وړاندې د خپلو وګړو جګړه وستایله.

روسیې د فبرورۍ میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ، چې لا هم روان دی.