د روسیې یوه جنګي بېړۍ په تور سمندرګي کې ډوبه شوې

دا جنګي بېړۍ ماسکوا نومېده چې د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو د لېږد وړتیا یې درلوده.

د روسیې یوه لویه جنګي بېړۍ په تور سمندرګي کې ډوبه شوې ده.

د روسیې دفاع وزارت پرون دا خبره تایید کړه.

دا جنګي بېړۍ ماسکوا نومېده چې د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو د لېږد وړتیا یې درلوده.

روسي چارواکو ویلي کښتۍ ته د یوې اور لګېدنې له امله زیان رسېدلی وو او د ساحل په لور روانه وه خو د سخت توپان په سبب په اوبو کې ډوبه شوه.

تر دې مخکې بیا اوکرایین ادعا کړې وه چې دا کښتۍ یې په راکټونو ویشتلې ده.

د ماسکو لپاره دا یوه سمبولیکه ماته بلل کېږي او مخکې یې هم خپل عسکر د اوکرایین له شماله شاته کړي دي.

د مسکوا جنګي بېړۍ شپاړس لرې واټن ویشتونکي راکټونه انتقالولی شوای او په ډوبېدو سره یې په تور سمندرګي کې د روسیې پوځي وړتیا راکموي.