ګوتریش: د اوکراین جګړه به د ځینو هېوادونو پر اقتصاد اغېزه وکړي

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش

د ملګروملتونو سرمنشي وايي، د اوکراین جګړه به د ډېرو پرمختیايي هېوادونو په اقتصاد کې، چې د خوراکي موادو د بیو له زیاتېدو سره مخامخ دي، بدلون راوړي.

انتونیو ګوتریش په دې اړه په یوه راپور کې وویل، د نړۍ بېوزله هېوادونه چې تر دې وړاندې له کرونا وبا، اقلیمي بدلون او د کافي منابعو له کموالي کړېدل، اوس د خوراکي موادو او انرژۍ له کموالي سره هم مخامخ دي.

ښاغلي ګوتریش دا وضعیت د پرمختیايي هېوادونو لپاره ویجاړونکی توپان وباله.