د پکتیا غږ راډیو خپلې خپرونې ودرولې

ارشیف

په پکتیا کې د پکتیا غږ راډیو خپلې خپرونې ودرولې.

د پکتیا غږ راډیو د خپرونو مدیر ذبیح‌الله ایوبي نن ازادي راډیو ته وویل چې د اقتصادي مشکلاتو په ګډون د یو شمېر ستونزو له کبله‌یې نور نه‌شوی کولای چې خپل فعالیت مخ ته یوسي.

ښاغلی ایوبي زیاتوي: "په دې وروستیو کې د یو شمېر ستونزو او اقتصادي مشکلاتو له کبله دې راډیو نه‌شوی کولای چې خپلو نشراتو ته دوام ورکړي، اوس د موقت وخت لپاره دې راډیو خپلې خپرونې ودرولې، نو که په راتلوکي کې بیا زمینه برابره شوه، ان‌شاءالله خپل فعالیت به پیلوو."

د ښاغلي ایوبي په خبره په پکتیا غږ راډیو کې د ښځو په ګډون شااوخوا ۲۰ کسانو کار کاوه چې اوس بې‌کاره شوي دي.

پکتیا غږ د افغانستان له ملي راډیو وروسته له لومړنیو راډیوګانو څخه وه چې شااوخوا ۱۷ کاله وړاندې يې په دې ولایت کې نشرات پیل کړي و.

د افغانستان د رسنیزو بنسټونو فدراسیون د معلوماتو پر بنسټ، د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته په دې هېواد کې له ۶۲۳ رسنیو څخه ۳۱۸ له فعالیته لوېدلي او تر ۲،۵۰۰ ډېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وزګاره شوي او یا يې له وېرې خپلې دندې پرېښې دي.