کندهار کې د تریاک خرڅولو بازار

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ په حوض مدد سیمه کې مخکې په اوونۍ کې دوه ورځې د تریاکو بازار جوړېده، خو تېره یوه اوونۍ کې دا بازار هره ورځ د تریاکو د پېر او پلور شاهد دی. د تریاکو کاروباریان ادعا کوي چې د تېرې یوې اوونۍ په پرتله د یو من تریاک بیه څه باندې یو لک پاکستاني کلدارې لوړه شوې ده.