روسیې د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس پر ۳۹۸ غړو بندیز ولګاوه.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دا بندیزونه د واشنګتن د تېرې میاشتې په ځواب کې لګېدلي چې د روسیې د پارلمان پر ۳۲۸ غړو یې د بندیزونو د لګېدو اعلان کړی و.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې وویل چې نور بندیزونه په پام کې دي.
د کانګرس پر دې غړو مسکو د سفر بندیزونه لګولي دي.
په ورته وخت کې روسیې د کاناډا د سنا پر ۸۷ غړو ورته بندیزونه ولګول او ویېویل چې نور اقدامات هم په نظر کې نیول شوې دي.