سویډن د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۷،۲ ملیونه ډالره نوې مرسته وکړه

ارشیف، د سویډن بیرغ

سویډن د افغانستان لپاره د بشري مرستو له صندوق سره د ۷۰ ملیون سویډني کرونو چې اووه ملیون او ۲۰۰ امریکایي ډالره کېږي، نوې مرسته وکړه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږه کوونکې ادارې (اوچا) په یوه ټویټ کې ویلي چې سویډن دا مرسته د روان ۲۰۲۲ کال د بشري مرستو له صندوق سره کړې او زیاتوي چې سویډن د دغه صندوق درېیم لوی بسپنه ورکوونکی دی چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې یې د ۸۲ ملیون او ۲۰۰ زره ډالرو مرسته کړې ده.

اوچا د دغې مرستي د هرکلي په ترڅ کې ویلي چې دغه مرسته په افغانستان کې د خلکو ژوند ژغوري.

په عین حال کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په لوګر ولایت کې په ۸۰۰ کورنیو بشري مرستې ووېشلې.

دې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ترکیې له‌خوا د خوراکي موادو دغه مرستې د لوګر په برکي برک او چرخ ولسوالیو کې پر مستحقو کورنیو وېشل شوې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام په خبره په افغانستان کې شااوخوا ۲۳ ملیونه وګړي د خوړو خوندیتوب نه‌لري او نږدې ټول وګړي یې کافي خواړه نه‌لري.