د افغانستان پاسپورټ تر ټولو بې‌اعتباره پاسپورټ وګنل شو

ارشيف، د افغانستان پاسپورټ

افغان پاسپورټ په ۲۰۲۲م کال کې تر ټولو بې‌اعتباره پاسپورټ ګنل شوی دی.

د هینلي په نوم مؤسسه چې په نړۍ کې د پاسپورټونو د اعتبار کچه معلوموي په خپله وېب‌پاڼه کې ویلي دي چې پر افغان پاسپورټ د نړۍ یوازې ۲۶ هېوادونو ته څوک سفر کولای شي.

تر افغانستان وروسته د عراق، سوریې او پاکستان پاسپورټونه تر ټولو بې‌اعتباره بلل شوي دي.

د جاپان او سنګاپور پاسپورټونه تر ټولو بااعتباره پېژندل شوي چې د دې پاسپورټونو څښتنان له ویزې پرته د نړۍ ۱۹۲ هېوادونو ته تللی شي.