د نیویارک په ښار کې د ډزو پر مهال لږ تر لږه ۱۶ تنه ټپیان شوي دي.
پولیس وایي چې یوه وسلهوال پر هغو کسانو ډزې کړې دي چې د میترو په تمځي کې رېلګاډي ته منتظر وو.
د پولیسو په وینا وسلهوال لومړی پر خلکو ګازي بم واچاوه بیا چې هره خوا لوګی شو ډزې یې وکړې.
برید کوونکی له سیمې تښتېدلی دی او پولیس وایي چې د هغه د موندلو په لټه کې دي.
تر اوسه چا د دې پېښې مسؤلیت نهدی منلی او علتيې هم روښانه نهدی.