په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت د یوه فرمان له مخې په داسې حال کې د کوکنارو کښت منع اعلان کړ چې نړیوالو د بدیل معیشت په برخه کې لا هم مرسته نهده کړې.
دا چې دا فرمان څومره عملي دی، له نشهيي موادو سره د مبارزې په برخه کې خنډونه څه دي او په فرمان کې ولې یوازې د کوکنارو کښت منع شوی دی، په داسې حال کې چې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې بنګ هم ښه ډېر کرل کېږي؟
په دې اړه له نشهيي موادو سره د مبارزې کارپوه ډاکتر ظفر سره مرکه شوې او په پیل کې پوښتل شوی چې د طالبانو حکومت ولې په داسې وخت کې د کوکنارو کښت منع اعلان کړ چې په ځینو ولایتونو کې نېښ وهل شوی او تریاک راټول شوي دي؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5