تهران: طالبان دې ایران ته د افغان کډوالو د ورتلو د پراخې څپې مخه ونیسي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې ایران ته دې د افغان کډوالو د ورتلو د پراخې څپې مخه ونیسي.

د دې وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده پرون په تهران کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ایران ظرفیتونو ته په پام دې هېواد ته د افغان کډوالو دغه بهیر دوام نه‌شي کولای.

د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې خطیب‌زاده وویل چې په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت باید په دې برخه کې خپل مسؤلیت پر ځای کړي او زیاته‌یې کړه چې د بې‌ځایه شویو افغانانو د دغې څپې بار باید یوازې په یوه ګاونډي وانه‌چول شي.

د خطیب‌زاده په وینا که ایران هر څومره هڅې وکړي، بیا یې هم ظرفیتونه محدود دي.

د طالبانو د حکومت چارواکو د ایران د دغې غوښتنې په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.