د خوړو نړیوال پروګرام: روان کال فاریاب کې نږدې یو ملیون کسانو سره مرستې شوي

ارشیف

په افغانستان کې له اړو کسانو سره د بشري مرستو په دوام د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې د روان ۲۰۲۲ کال د جنوري له میاشتې راهیسې یې په فاریاب ولایت کې نږدې یو ملیون کسانو ته مرستې رسولې دي.

نړیوال بانک پرون دوشنبه په یوه بل تویټ کې ویلي چې د سرپل ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې هم له ۳۲۳ زره کورنیو سره خوراکي مرستې کړي او له بسپنه ورکوونکو یې هم د سخاوتمندانه مرستو د دوام په خاطر مننه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي د ۲۰۲۲م کال له پیله‌‌یې په افغانستان کې ۱۴ ملیونه او ۸ لکه کسانو ته خواړه او د تغذیې ملاتړ برابر کړی او په پام کې لري چې په روان ۲۰۲۲ کال کې ۲۳ ملیونه وګړو ته مرستې ورسوي.