د اتریش صدراعظم: پوتین سره مې د اوکران په اړه څرګندې، رڼې او سختې خبرې وکړې

د اتریش صدراعظم کارل نهمر

د اتریش صدراعظم وایي چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره‌یې پرون پر اوکران د دې هېواد د بې‌دلیله یرغل په اړه څرګندې، رڼې او سختې خبرې اترې وکړې.

کارل نهمر په یوه بیان کې وویل، دغه خبرې چې د دوی ترمنځ وشوې او څه باندې یو ساعت‌یې وخت ونیو، دوستانه نه‌وې.

د اتریش صدراعظم دغه‌راز ویلي چې په دې خبرو کې یې په بوچا ښارګوتي او د اوکراین پر نورو ځایونو کې د ترسره شویو جنګي جنایتونو پر مسئلې ټینګار کړی چې عاملان‌یې باید عدالت ته راکاږل شي.

هغه همدا شان ویلي چې د سولې خبرو ته زیات خوشبین ځکه نه‌دی چې د سولې خبرې معمولاً ډېر وخت نیسي.