امریکا د بالکان په څلورو هېوادونو کې پر اوو تنو بندیزونه ولګول

د امریکا بیرغ

امریکا د بالکان په څلورو هېوادونو کې پر اوو تنو د اداري فساد، جنایي او نورو فعالیتونو له لارې د سیمې ثبات ته د ګواښ په خاطر بندیزونه ولګول.

د امریکا د خزانې وزارت پرون دوشنبه د دغو نویو بندیزونو خبر ورکړ.

په دغو بندیزونو کې د البانیا، بوسنیا هرزګوېنا او شمالي مقدونیا څخه دوه دوه تنه او یو تن هم په مونته‌نګرو کې په نښه شوي دي.

د ترورېزم په وړاندې د مبارزې او د مالي استخباراتو په چارو کې د دې وزارت مرستیال برایان نیلسن وویل چې دغو کسانو، د سیمې ثبات او د هغو کسانو باور او اعتماد ته چې د ډیموکراسۍ هیله کوي، یو جدي ګواښ متوجې کړی و.