شهباز شریف د پاکستان صدراعظم وټاکل شو

شهباز شریف او د پاکستان د مخکېني حکومت د اپوزېسیون ګوندونو یو شمېر مشران

محمد شهباز شریف د پاکستان نوی صدراعظم وټاکل شو.

د دغه هېواد په پارلمان کې نن د نوي صدراعظم د ټاکلو لپاره رأی اچونه وشوه چې په پایله کې یې شریف په ۱۷۴ رایو بریالی اعلان شو.

شریف یوازنی کاندید و ځکه د تحریک انصاف ګوند پارلمان بایکاټ کړ او کاندید یې شاه محمود قریشي هم له ګڼو نورو ګوندي ملګرو سره استعفا ورکړه.

شهباز شریف چې د پاکستان د مسلم لیګ ن ګوند مشر دی له پیپلز پارټۍ او نورو سیاسي ګوندونو سره په ګډه د پخواني واکمن تحریک انصاف ګوند د حکومت د لیرې کولو لټه کوله.

هغوی بالاخره وتوانېدل یکشنبه سهار وختي عمران خان صلب اعتماد کړي او د نوي صدراعظم د ټاکلو لپاره لار هواره کړي.

شهباز شریف د پاکستان د پخواني صدراعظم نواز شریف کشر ورور دی.