یو مخکېنی افغان چارواکی ایران کې د وسله‌والو کسانو د جذب په تور نیول شوی

هاشم رئیس ته منسوب انځور چې مشرق نیوز خپور کړی دی.

د مشرق نیوز په نوم یوې ایرانۍ وېب‌پاڼې ویلي چې د افغانستان د پخواني حکومت یو چارواکی په ایران کې د وسله‌والو کسانو د جذب په تور نیول شوی دی.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو ایراني څانګې هم پر دې موضوع راپور ورکړی او ویلې يې دي چې د موضوع زیات جزئیات نه‌دي خپاره شوي.

"انډپنډنټ فارسي" بیا د وري میاشتې په درېیمه ویلي، د هاشم رئیس په نوم دغه پخواني افغان چارواکي غوښتل ایران کې کسان جذب او د روسیې پر ضد جګړې لپاره‌یې اوکراین ته ولېږي.

هاشم رئیس د افغانستان په مخکېني حکومت کې د جوزجان والي پاته شوی.

د راپورونو له مخې د ایران چارواکو د نوموړي له کوره څه باندې درې لکه ډالر هم ضبط کړي دي.