د امریکا ولسمشر د هند له صدراعظم سره د اوکراین په اړه خبرې کوي

د امریکا ولسمشر جو بایډن

ټاکل شوې د امریکا ولسمشر جو بایډن نن (د اپرېل په ۱۱مه) د هند له صدراعظم نرېندرا مودي سره د اوکراین په اړه خبرې وکړي.

بایډن هڅه کوي چې پر اوکراین د روسیې د غیر موجه یرغل په وړاندې پراخ ائتلاف جوړ کړي.

امریکا له وړاندې د اوکراین د جګړې په اړه د هند پر دریځ نهیلې شوې، ځکه نوې ډېلي د امنیت شورا هغه پرېکړه‌لیک ته ممتنع رایه ورکړې چې د روسیې یرغل غندي.