د فرانسې ولسمریز انتخابات دوهم پړاو ته ولاړل

د فرانسې د ولسمشریزو انتخاباتو دوه مخکښ نوماندان

ټاکل شوې د فرانسې د ولسمشرۍ دوهم پړاو ټاکنې د اپرېل میاشتې په ۲۴مه نېټه د اوسني ولسمشر امانوئل مکرون او د ښي اړخي افراطي ګوند د مشرې مارین لوپن ترمنځ ترسره شي.

د پرونیو ټاکنو لومړنۍ پایلې ښيي چې مکرون د ۲۸ تر ۲۹ فیصدو رایو او سیالې یې د ۲۳ او ۲۴ هغو په ګټلو سره دوهم پړاو ته لاره ومونده.

د ولسمشرۍ لومړی پړاو ټاکنو ته ټولټال ۱۲نوماندان ولاړ وو.