یو اېن اېچ سي ار: افغانستان کې د بشري بحران عمده قربانیان ښځې او ماشومان دي

ارشیف

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري (یو اېن اېچ سي ار) وايي په افغانستان کې د روان بشري بحران عمده قربانیان ښځې او ماشومان دي.

دغې ادارې پرون شنبه په خپل ټویټر کې لیکلي، په افغانستان کې په ملیونونو انسانان له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ په وینا، دغه کسان اوس د خوړو او سرپناه په لټه کې دي.