غور کې پر ۸۰۰ کورنیو د ترکیې مرستې ووېشل شوې

غور کې د ترکیې وېشل شوې مرستې

کابل کې د ترکیې سفارت وايي، د نېکۍ په نوم د رېلګاډي په وسیله‌یې انتقال شوې بشري مرستې په غور ولایت کې پر ۸۰۰ کورنیو ووېشل شوې.

دغه سفارت په یوه ټویټ کې ویلي، دغه مرسته‌یې د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې، د داخلي افاتو او بېړنیو چارو د تنظیم وزارت او په کابل کې د ترکیې د همکاریو د همغږۍ ادارې په همکارۍ برابره کړې ده.

د ترکیې سفارت وايي، له دې سره د هغو کورنیو شمېر تر ۲۸،۰۰۰ زیات شو چې د دوی له‌خوا ورسره بشري مرستې شوې دي.