د افغانستان بانک نن ۱۳ ملیونه امریکایي ډالره لیلاموي

ارشیف

د افغانستان بانک په پام کې لري نن یکشنبه ۱۳ ملیونه امریکایي ډالره د ازادې داوطلبۍ له لارې لیلام کړي.

باختر دولتي اژانس پرون راپور ورکړی چې دغه کار د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو د ارزښت د ثابت پاتې کېدو لپاره کېږي.

که څه هم د پخوا پرتله د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت یو څه ثابت شوی، خو خلک شکایت لري چې د خوراکي او نورو ضروري شیانو بیې لا هم ټیټې شوې نه‌دي.