کابل ته یوه بله د ۳۲ ملیون ډالرو بسته راورسېده

ارشیف، د افغانستان بانک د ډالرو بستې

د افغانستان بانک پرون کابل ته د یوې بلې ۳۲ ملیون ډالرو بستې د رسېدو خبر ورکړ.

دې بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له افغانستان سره د نړیوالو د بشري مرستو په ترڅ کې دا د نغدو مرستو ۲۱مه بسته ده چې کابل ته رارسېږي.

دې بانک د دغو مرستو د هرکلي ترڅنګ ژمنه کړې چې دغه پیسې به په شفاف ډول ولګول شي.

دغه نغدې مرستې چې تر اوسه‌یې مرسته کوونکې سرچینه نه‌ده معلومه، د افغانستان نړیوال بانک ته ورکول کېږي او د افغانۍ د ثبات لپاره چې د بهرنیو اسعارو په وړاندې لاکمزورې نه‌شي، مهمې ګڼل کېږي.